د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي درویش رسولي تر دې دمه په ۳۸ نړیوالو لوبو کې ۶۳۲ منډې جوړې کړې دي.
درویش رسولي په یوه ورځنیو نړیوالو سیالیو کې په پنځو لوبو کې ۶۰ منډې او په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې په ۳۳ لوبو کې ۵۷۲ منډې لري.
د نوموړي تر ټولو لوړه نړیواله نمره په شل اوریزو لوبو کې ۸۴ منډې ده او په دې بڼه کې یې څلور نیمه سلیزې هم وهلې دي.
رسولي په ۲۰۲۲ کال کې د بنګلهدېش پر وړاندې خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۶ کال کې یې د هند پر وړاندې خپله لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره کړه.
درویش رسولي د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې زېږېدلی او له ځوانۍ راهیسې یې د کرکټ لوبه پیل کړې ده.
نوموړي د افغانستان د ځوانانو او الف لوبډلو له لارې د ملي لوبډلې تر کچې ځان رسولی او په ۲۰۲۶ کال کې د اسیایي لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپتان هم ټاکل شوی و.
سرچینه : شرق نیوز

