د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي وايي، دغه وزارت د وړ او مسلکي کسانو د ګمارنې او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه ۵۰۰ خالي بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.
د نوموړي په وینا، یاد بستونه نوي ایجاد شوي او له دویم څخه تر شپږم پورې بېلابېل بستونه پکې شامل دي.
هغه ډاډ ورکړی، چې پر دغو بستونو د وړ کسانو د ګمارلو لپاره به له پوره شفافیت کار واخیستل شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو بستونو ترڅنګ د وزارت په چوکاټ کې د پراختیايي برخې، مرکز، ولایتونو او د الشفاء روغتون لپاره هم ګڼ شمېر نوي بستونه په پام کې نیول شوي دي.
د وزارت مسوولین وايي، د نویو بستونو رامنځته کول به د کاري فرصتونو پراختیا سربېره، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو او خلکو ته د لا غوره خدماتو په وړاندې کولو کې هم مرسته وکړي.
مسعود عربزی

