د جعلي شاتو د کارخونې نیول کیدل!
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت او د جلالاباد ښار د نهمې امنیتي حوزې ځواکونو د دغه ښار اړوند د شهیدانو کلي په سیمه کې په یوه غیري روغتیايي ځای کې د جعلي شاتو یوه کارخونه نیولې ده.
دلته له دغې کارخونې نهمې حوزې ته راوړل شوي تورن کسانو خبریالانو سره د خبرو پرمهال په خپل ترسره کړي جرم اعتراف وکړ.
ځای خلک بیا د امنیتي ځواکونو د شاتو په نوم د زهرو د جوړونې او پلور د مخنیوي دغه اقدام ستايي او له امنیتي ځواکونو د دغه ډول تقلب کوونکو پروړاندې د لا جدیت غوښتنه کوي.
د يادونې وړ ده دغه شات په داسې يو ځای کې جوړیدل ، چیرته چې څاروي ساتل کیدل او د دغه کارخونې په بیلابیلو ځایونو او خونو کې هغه سلګونه بوشکي هم پرتې وي ، په کوم چې به يې چې جوړیدونکي جعلي شات اچول او بیا به يې له همدغه ځایه په موټرو کې دې او بیلابیلو ولایتونو ته د پلور په موخه لیږدول.
روغتیاپالان بیا د دغه ډول توکو خوړل د انسان د روغتیا لپاره خورا مضر بولي او زیاتوي چې له امله يې انسانان په بیلابیلو ناروغيو اخته کیدلای شي.
راپور : سباوون ساحل

