د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، روسیې له درې ورځني اوربند وروسته د اوکراین پلازمېنې کيایف پر «بوريسبيل او فاستيف» سیمو د بېپیلوټه الوتکو په مرسته پراخ بریدونه کړي.
په دغو بریدونو کې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
روسیې او اوکراین د درې ورځو لپاره پر یوه او بل بریدونه د امریکايي پلاوي د سفر په موخه درولي وو.
سرچینه : امید راډيو

