د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د افغانستان دفتر له مشر عرفات جمال سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې افغانستان ته د افغان کډوالو د خوندي، باعزته او منظم راستنېدو، او د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو او ملاتړ په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت د لا ښه والي او هغوی ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ترمنځ د لا اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پراختیا ټینګار شوی دی.
په همدې حال کې، د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بېرته مېشتېدو په برخه کې د نړیوالو مرستندویو بنسټونو د ونډې په اړه هم بحث شوی دی.
دواړو لورو همداراز د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د لا ښه همغږي کولو پر اړتیا خبرې کړې دي، چې د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې مسؤلیت او لېوالتیا لري.
په دې لیدنه کې ټینګار وشو چې د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ پیاوړې همغږي، د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په حل او هغوی ته د اړینو خدمتونو په برابرولو کې اغېزمنه تمامېدای شي.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

