د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۲۴۴ کورنۍ، چې ټولټال ۱٬۱۸۳ تنه غړي لري، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د تورخم، سپینبولدک، پل ابریشم او اسلامقلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي او د ثبت، تثبیت او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورته بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي.
کمېسیون زیاتوي چې له راستنېدونکو کډوالو څخه ۱۱۲ کورنۍ، چې ۵۸۸ تنه غړي لري، د ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته انتقال شوې دي د دغو کورنیو د انتقال لپاره ټولټال ۷۳۳٬۰۳۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه ورکړل شوې ده.
همدارنګه، له ۱۳۹ کورنیو سره ۱٬۱۱۰٬۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته شوې او ۱۴۳ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
په ورته وخت کې ۶۵۲ تنه ناروغان د روغتیايي ټیمونو له لوري تداوي شوي هم دي.
سربېره پر دې، د نیمروز د پل ابریشم له لارې د ثبت شوو کورنیو ترڅنګ ۷۳۱ تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د کمېسیون په خبره، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، انتقال، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو، لنډمهاله استوګنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه لازم معلومات او عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

