د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ اوسيدونکي وايي په تيرو جنګ جګړو کې د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال په دغه ولسوالۍ کې جوړ تاريخي کمو بڼ زيانمن شوی ،چې د بيا ځلې د رغونې غوښتنه کوي
د دې سيمې اوسېدونکي وايي دا بڼ په تيرو جنګ جګړو کې زيانمن شوی ،چې له حکومته يې د رغونې او ساتنې غوښتنه کوي.
د نورستان د والي وياند وايي ددغهاو د دې ولايت د نورو تاريخي ځايونو د ساتنې او رغونې په موخه يې والي د اطلاعات او کلتور وزير سره ليدلې او هيله مندې شته چې د تاريخي ځايونو رغونې او ساتنې ته پام وکړي.
نورستان په ختيځ کې پروت هغه ولايت دی چې د جغرافيايي جوړښت او بډايه کلتوري شاليد له امله د ګڼو تاريخي سيمو درلودونکی دی ، چې د تاريخي کلاګانې، برجونه ،بڼوڼه او د پيړيو پخواني لرګين کورونه او داسې نور يې له مشهورو هغو څخه دي.
راپور : سباوون ساحل

