دننګرهار په غنيخېلو ولسوالۍ کې امنیتي مسوولین وايي، د نشهيي توکو د تولید پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یې د ټابلیټکا د جوړولو یوه کارخونه له منځه وړې ده.
د چارواکو په خبره، دغه مرکز د «آبزاګانۍ» په سیمه کې د یوه کس په کور کې جوړ شوی و.
د عملیاتو پر مهال له یاد ځای څخه ۱۵ زره او ۱۱۰ دانې ټابلیټکا، څلور کیلوګرامه خام مواد، ۳۲۰ ګرامه شیشه، ۴۰۰ ګرامه چرس، ۲۵۰۰ لېټره کیمیاوي مایعات او د ګولیو د تولید وسایل ترلاسه شوي دي.
چارواکي وايي، د یادې کارخونې مسوول د عملیاتو پر مهال په سیمه کې نه و او د هغه د پېژندنې او نیولو په تړاو د کشفي ادارو څېړنې روانې دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ زیاتوي چې د نشهيي توکو د تولید، پلور او قاچاق پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
سرچینه :شرق نیوز

