د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا د وزير مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د دولتي روغتونونو د ډيجيټل کولو په موخه ناسته ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د دولتي روغتونونو د ډيجيټل کولو پر بهير، د اړوندو برخو د برېښنايي کولو پر څرنګوالي او د روغتيايي معلوماتو د ثبت او مديريت په برخه کې پر شته امکاناتو او اړتياوو خبرې وشوې.
د عامې روغتيا وزير ويلي چې د روغتونونو ډيجيټل کول به د ناروغانو د ثبت، روغتيايي معلوماتو د خوندي ساتلو، د درملو او طبي تجهيزاتو مديريت، مالي او اداري چارو، عوايدو او لګښتونو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې لا زيات شفافيت رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې چې د روغتونونو ډيجيټل کول، د روغتيايي نظام د عصري کولو له مهمو برخو څخه دی او په عملي کېدو سره به يې ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهير چټک، د روغتيايي کارکوونکو چارې منظمې او د خدمتونو په کيفيت کې به د پام وړ ښه والی رامنځته شي.
سرچینه : عامې روغتیا وزارت

