د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» د پنځم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ويلي چې تېر يوه کال کې له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان ډیپلوماټیکې، سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
مجاهد پدې خبري کنفرانس کې ويلي روسيې د لومړني هېواد په توګه اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند، له کوېټ سره رسمي ډیپلوماټیکې او کونسلي اړیکې پیل شوې او د افغانستان غړیتوب د مسکو فارمټ کې هم ومنل شو.
مولوي ذبيحالله مجاهد زياته کړې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې هم له بېلابېلو هېوادونو سره هوکړې شوې دي.
هغه وايي هند ته د افغانستان صادرات ۷۷۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې له هند څخه واردات ۲۶۶ میلیونه ډالره وو.
مجاهد زیاتوي له پاکستان سره د سوداګریزو خنډونو د کمولو او د ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د سوداګریز ترجیحي تړون هوکړهلیک لاسلیک شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند وايي د افغانستان، اوزبیکستان او پاکستان ترمنځ د افغان ټرانس د امکان سنجۍ په اړه هوکړه هم شوې ده.
نوموړي همداراز ویلي، چې په تېر یو کال کې د بېلابېلو هېوادونو له زندانونو ګڼ شمېر افغانان خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه : امید راډيو

