د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، د اګست ۳۱مه د افغانانو لپاره یوه ویاړلې ورځ ده او دا یې ثابته کړه، چې د هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه او قرباني پایله ورکوي.
فطرت زیاته کړې هغه تور او خونړی اشغال چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر په ۷مه پیل شو د افغانانو له ۲۰ کلن جهاد او قربانیو وروسته د اګست په ۳۱مه پای ته ورسېد
د افغانستان اسلامي امارت د مرستیال ویاند په وینا، د سنبلې ۹مه، ټولو یرغلګرو ته چې پر افغانستان د یرغل او تاړاک اراده لري واضح پیغام لري او هغه دا چې افغانستان نه تسخیرېدونکې خاوره او د امپراطوریو هدیره ده.
سرچینه : شرق نیوز

