د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان په استانبول کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دواړو لورو د پاکستان او ترکیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او کلتوري اړیکو پر دوامدارې پیاوړتیا او پراختیا خوښي څرګنده کړه.
په دې کتنه کې د پاکستان او ترکیې د لوړې کچې د ستراتیژیکې همکارۍ شورا په چوکاټ کې پر شویو پرمختګونو خبرې وشوې او دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دې شورا راتلونکې غونډه به ژر جوړه شي.
اسحاق ډار او حاکان فیدان د سیمې او نړۍ پر مهمو موضوعاتو هم د نظرونو تبادله وکړه او د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
سرچینه : شرق نیوز

