وروستیو ورښتونو او سیلابونو د کونړ د ناړۍ او غازي او اباد ولسوالیو ترمنځ غځیدلی عمومي سړک ځاي ځاي ویجاړ کړي .
که څه هم اوس مهال پدې سړک د اساسي رغیدو چارې هم دوام لري خو سیلابونو او ورښتونو ددي سړک ډیری برخې ویجاړې کړي چې میشتو خلکو ته يې د تګ راتګ پر وړاندې ګڼې ستونزي پیدا کړي دي
ځايي اوسیدونکو شرق راډیو ټلویزیون ته ویلي ددي سړک د ویجاړ والي له امله يي ناروغان پروخت روغتون ته نه رسیږي او نه هم د ژوند نورې چارې يې په سم ډول ترسره کیږي.
د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو ترمنځ غځیدلی عمومي سړک چې شاوخوا ۷۵ کیلیومتره اوږدوالی لري تازه يې د اساسي جوړېدو چارې هم پیل شوې دي .
مسولین ډاډ ورکوې چې هره شیبه يي نظارت تر سره کوې
دوۍ زیاتوي د اوسني ستونزي په اړه يې هم اقدامات ترسره کړی او ژر به یاد سړک د شته ستونزو څخه خلاص او خلکو ته به د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شې.
نه یوازې د کونړ ولایت د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو ترمنځ غځیدلی سړک چې ورښتونو او سیلابونو ویجاړ کړی بلکې ددي ولایت لیرو پرتو سیمو ته غځیدلي لوی لارې وروستیو ورښتونو او سیلابونو ویجاړې کړي چې مسولین يې د ژر بیارغونې په برخه کې ډاډ ورکوي
راپور : پرویز مومند

