د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۴۰۵ کال د پلان له مخې، د افغانستان د یو په سل زره په کچه د اساسي جیولوجیکي سروې پروسې د پیل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي، په همدې موخه د جیولوجیکي سروې معینیت انجنیرانو د هېواد دوو زونونو، هرات او کندهار، ته خپل سفرونه پیل کړي دي.
یاد وزارت په سویلي او لوېدیځو سیمو کې د جیولوجیستانو او متخصصینو له لوري د یو په سل زره په کچه د جیولوجیکي نقشو برابرول له لومړنیو تخصصي اقداماتو څخه بللي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه اقدام به د جیولوجیکي معلوماتو د راټولولو او د هېواد د کاني سرچینو د راتلونکو مطالعاتو لپاره د علمي او تخنیکي ډیټابېس د جوړولو زمینه برابره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه اقدام اساسي موخه د هېواد د جیولوجیکي نقشو بشپړول او د افغانستان د کاني سرچینو د مطالعاتو، اکتشاف او غوره مدیریت لپاره د باوري او علمي معلوماتو برابرول بللي دي.
د وزارت د پلان له مخې، افغانستان په اوو جیولوجیکي زونونو وېشل شوی، چې له دې ډلې به په روان کال کې درې زونونه د جیولوجیکي نقشې اخیستلو چارې بشپړې شي.
سرچینه : حریت

