پنجشېر کې د یوه پانګوال په شخصي لګښت د ۳۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت نوی روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
چارواکي وايي، د دغه مرکز په جوړېدو سره به د حصه اول ولسوالۍ د جرویش سیمې اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه لا ښه او معیاري شي.
د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکټر حجتالله محمدي وایي د دغه مرکز جوړېدو سره به د جرویش سیمې اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه په ښه او معیاري ډول وړاندې شي.
دغه روغتیايي مرکز په ۴۰۰ متره مربع ځمکه کې په یوه پوړ او شپږو خونو کې په اساسي او معیاري ډول جوړ شوی دی.
د اقتصاد رییس مولوي عبدالباري نوبهار وايي، د روغتیايي مرکزونو جوړول او بیارغول د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره مهم دي.
چارواکي وايي، اوس مهال د پنجشېر شاوخوا ۹۵ سلنه اوسېدونکو ته د ولایت په دننه کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي او یو شمېر نور روغتیايي مرکزونه هم د بیارغونې تر کار لاندې دي.
مسعود عربزی

