د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاتي چارو له عمومي رئیسې یاسمین پراز ډسیماز سره په لیدنه کې د افغانستان د بشري اړتیاوو، راستنېدونکو کډوالو او روغتیايي خدمتونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د جګړې له تېرې دورې څخه د پاتې ستونزو او اړتیاوو په اړه هم بحث شوی او د هغوی د هواري پر لارو چارو خبرې شوې دي.
په کتنه کې وویل شول چې افغانستان د جګړې له اوږدې دورې وروسته د پرمختګ، ابادۍ او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی، خو د تېرې جګړې د قربانیانو ځینې ستونزې او اړتیاوې لا هم د پاملرنې وړ دي.
دواړو لورو د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري همکاریو د دوام او پراختیا پر اهمیت هم خبرې وکړې او د هېواد د اړتیاوو د لا ښه درک، همغږۍ او په روغتیايي او نورو بشري برخو کې د همکاریو د دوام لپاره یې پر ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

