د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي د سهشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامقلعې له لارې ۳۳۴ کورنۍ، چې ټولټال ۱۶۴۰ کسان کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۲۵ کورنۍ، چې ۱۲۲۰ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي. له دې ډلې ۲۴۷ کورنۍ، چې ۱۲۶۸ کسان کېږي، د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي او د هغوی د ترانسپورټ لپاره یو میلیون او ۹۲ زره او ۹۳۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
همدارنګه، په تورخم کې ۲۵۲ کورنیو ته د دوه میلیونه او ۵۲ زره افغانیو په ارزښت مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د سپین بولدک له لارې بیا ۱۲ کورنۍ، چې ۷۰ کسان کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
له دې لارې ۱۱ کورنۍ، چې ۶۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لپاره یې ۸۴ زره او ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. دغه راز، ۱۳ کورنیو ته ۱۱۶ زره افغانۍ مالي مرسته او راستنېدونکو ته ۱۸۰ تیار خواړه او ۱۱ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
دیاد کمیسېون د راپور له مخې ۱۰۴۹ مسافر هم د دې لارې هېواد ته داخل شوي دي. په دې ځای کې له دوو کورنیو سره ۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې او ۱۱ کسانو ته روغتیايي درملنه هم شوې ده.
د مسوولينو په وينا، راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
سرچینه : کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون

