د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې به راتلونکې میاشت د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو په لړۍ کې سره مخامخ شي.
ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۱۳مه، دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۵مه او درېیمه لوبه د سپټمبر په ۱۷مه ترسره شي.
که څه هم افغانستان د دې سیالیو رسمي کوربه دی، خو ټولې لوبې به د هند په نوي ډیلي ښار کې ترسره کېږي.
د افغانستان لپاره دا لړۍ ځکه هم مهمه ده چې لوبډله به له یوه پیاوړي نړیوال ټیم سره د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په برخه کې خپل چمتووالی وازمويي.
تمه ده چې دواړه لوبډلې د خپلو مهمو لوبغاړو په ګډون میدان ته ووځي.
سرچینه : شرق نیوز

