د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د غونډې پر مهال د منظورۍ لپاره ټولې ۳۴ پروژې وړاندې شوې، چې له هراړخیز بحث وروسته د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت یې ۲۱ پروژې منظورې شوې.
د معلوماتو له مخې، په ۱۲ نورو پروژو کې لازم تعدیلات تصویب شول.
همداراز، د یوې پروژې د بیې په اړه یوې ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې له ګټونکي شرکت سره مذاکره وکړي او پایلې یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شوو پروژو کې د کونړ د مناګي برېښنا بند بیارغونه، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو پېرل، په هلمند کې د کادري روغتون جوړول او په بدخشان، میدان وردګ او کندز ولایتونو کې د عمومي روغتونونو جوړول شامل دي.
همداراز، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یو شمېر پروژې هم د کمېسیون له لوري منظورې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، یادې ټولې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویل کېږي.
سرچینه : اقتصادي معاونیت

