د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له تېر یوه کال راهیسې ۸۱ تنه افغان سوداګر او صنعتکاران هېواد ته راستانه شوي، .
د نوموړي په وینا، راستنو شوو کسانو ته د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د لازمې اسانتیا برابرېدو وروسته، هغوی په بېلابېلو اقتصادي برخو کې شاوخوا ۶۸ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کړې ده.
فطرت ویلي، په راستنو شوو کسانو کې یو تن لوړپوړی، ۷۴ تنه د منځنۍ کچې او ۱۴ تنه د ټیټې کچې سوداګر او صنعتکاران شامل دي.
د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو لپاره د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د صنعتي پارکونو په دننه کې ۲۸۸ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د ترسره شوو پانګونو له لارې تر دې دمه ۴۶۶۱ کسانو ته مستقیمې دندې برابرې شوې دي، چې د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د خصوصي پانګونې رول څرګندوي.
همداراز، د ۱۵ نورو سوداګرو او صنعتکارانو اسناد ارزول شوي او د وروستیو اداري پړاوونو د بشپړېدو په حال کې دي د چارو له بشپړېدو وروسته به دوی هم د نافذه اصولو له مخې له اړوندو امتیازونو او اسانتیاوو څخه ګټه واخلي.
سرچینه : اسلامي امارت

