د جلالاباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو په دوو جلا عملیاتو کې دوه کسان له ۸۸ کیلوګرامه چرسو او ۱۴۰۰ ټابلیټکا ګولیو سره نیولي دي.
امنیتي مسوولین وايي، دغه کسان د کشفي معلوماتو پر بنسټ د لغمان هډې او کابل هډې په سیمو کې نیول شوي دي.
د دوی په وینا، له نیول شویو کسانو سره یاد نشهيي توکي موجود وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري ترلاسه او ضبط شوي دي.
د مسوولینو په خبره، نیول شویو کسانو د ترسره شوي جرم په اړه اعتراف کړی او دوسیې به یې د قانوني اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
د امنیتي ځواکونو له لوري د دغو عملیاتو ترسره کېدل په داسې حال کې دي چې په جلالاباد ښار کې د نشهيي توکو د قاچاق او د مخنیوي لپاره د کشفي او امنیتي اقداماتو لړۍ روانه ده.
راپور : مسعود عربزی

