د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې روانه اوونۍ د پاکستان له زندانونو ۳۲۲ افغان کډوال راخوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په راخوشې شویو کډوالو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي کسان شامل دي چې له خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه ۳۰۹ تنه د تورخم او ۱۳تنه د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت وایي، راستنو شویو کډوالو ته له بشري مرستو وروسته خپلو اصلي سیمو ته د تګ زمینه برابره شوې ده.
سرچینه : کډوالو چارو وزارت

