د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د زمري ۲۸مې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، چې د هېواد بشپړه خپلواکي هغه مهال ټینګېږي چې افغانستان امنیت ولري، خپل اقتصاد پیاوړی کړي، کورني تولیدات زیات او خپلې اړتیاوې په کورنیو امکاناتو پوره کړي او له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري.
نوموړي ویلي، د هېواد د خپلواکۍ د کلیزې نمانځل یوازې د تېرو نسلونو د ویاړونو یادونه نه ده؛ بلکې د اوسني نسل اصلي مسوولیت دا دی چې د خلکو ورځنۍ اړتیاوې پوره، د ژوند شرایط ښه او د افغانستان لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي.
حقاني ټینګار کړی، چې د خپلواکۍ د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید د ولس د هوساینې، اقتصادي ودې او د هېواد د ابادۍ په برخو کې عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
مسعود عربزی

