روسیې د نوي قانون په تصویب د خپل هغو اتباعو قونسلي خدمات محدود کړل چې سیاسي دوسیې لري.
د دې قانون له مخې، هغه کسان چې د جاسوسۍ، قانون ماتونې یا د پوځ د بدنامولو په تور محکوم شوي وي، د پاسپورټ له نوي کولو او د قونسلي خدمتونو له ترلاسه کولو څخه محرومېږي.
الجزیرې شبکې ویلي، دغه اقدام په بهر کې مېشت زرګونه روسي وګړي اغېزمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د استوګنې د حق او بشري خوندیتوب په برخه کې د اروپايي هېوادونو له لوري لګېدلي محدودیتونه په اروپا کې د روسي مخالفینو پاتې کېدل لا ستونزمن کړي دي.
سرچینه : حریت

