د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند هیلګل دره چې د ولسوالۍ څخه شاوخوا ۷۵ کیلیومتره لیرې پرته ده اوسېدونکي يې د ژوند د ډیرو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.
ځايي اوسېدونکو شرق راډیو ټلویزیون ته د نورو ستونزو سربیره د لویې لارې د خرابوالي شکایت کړی.
دوي وايي ډیره برخه سړک ځايي خلکو پخپله جوړه کړې چې د وخت په تیرېدو سره اوس بیرته ویجاړه شوې ده چې دوۍ يې د جوړیدو په برخه کې ناتوانه دي .
هیلګل دره د غازي اباد ولسوالۍ یو له هغو سیمو شمیرل کیږي چې خورا ګڼ نفوس لري.
د ځايي خلکو په وینا ددغه سړک د خرابوالي له امله يي د ژوند ډیرې چارې ټکنۍ شوي چې د مسولینو څخه د پاملرني غوښتنه کوې.
دلته په زرګونو خلک ژوند کوې د خلکو د ژوند ډول غریز دی او د ژوند ډیري سختۍ تجربه کوې
په ورته مهال د کونړ د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست مسولین وايي دوۍ د کونړ ډیری لرو پرتو سیمو ته سړکونه جوړ کړي چې خلکو ته يي اسانتیاوې رامنځته کړي دي
دوۍ زیاتوي هغه سیمي چې د سړکونو د نشتون سره مخ دي د یو شمیر موسیساتو سره يي خبري کړي او د هغوۍ په مرسته به ورته سړکونه جوړ شې.
کونړ یو غرنۍ ولایت دی او ډيره برخه خلک يې په لرو پرتو غریزو سیمو کې ژوند کوي چې د سړکونو د نه شتون او یا هم د خرابوالي له ستونزو سره مخ دي.
راپور : پرویز مومند

