د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند ته د ولایت مقام کې د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي ملک جان له لوري د افغان انګلیس جګړې له وختونو څخه پاتې شوې یوه تاریخي توره وسپارل شوه چې د جهادي اثارو د خوندي ساتنې په موزیم کې به وساتل شي.
ملک جان وویل دغه توره د قبایلي سیمې ځوانانو د افغان انګلیس په جګړه کې کارولې وه لومړی یې نیکه، بیا یې پلار او وروسته ده څلوېښت کاله ساتلې وه.
نوموړي وويل، چې د دې تاريخي تورې ساتنې په موخه يې پرېکړه وکړه ترڅو اسلامي امارت له لوري د جهادي اثارو خونديتوب موزيم کې وساتل شي او له همدې امله يې تسليم کړه.
د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند د ملک جان د ملي او حماسي احساس مننه وکړه او ياده توره يې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ته وسپارله ترڅو په موزيم کې يې نندارې ته کيږدي.
دافغان انګلیس جګړه درې ځلې رامنځته شوې ده چې په دغو جګړو کې مهمې وسلې ټوپک، توپخانه، توره، نیزه او د سپرلیو وسلې وې دغه جګړې دافغانستان په تاریخ کې ډېر مهم ځای لري.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

