د کډوالو لپاره د حقوقي مرستو او حقوقي ملاتړ نړیوال سازمان وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پنځهکلنۍ په درشل کې، ډېر افغان پناهغوښتونکي او د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران لا هم له امریکا بهر په ډېر ستونزمن حالت کې دي.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري لګېدلي محدودیتونه، چې د سفر بندیز او د کډوالۍ ویزو د صادرولو ځنډول هم پکې شامل دي،
امریکا ته د افغان اتباعو، په ځانګړي ډول د ځانګړې کډوالۍ ویزې د غوښتونکو د انتقال بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.
دغه سازمان د امریکا له کانګرس څخه غوښتي چې د افغان پناهغوښتونکو او د امریکا د پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ لپاره اقدامات وکړي.
مسعود عربزی

