د ۲۰۱ خالد بن ولید قولاردو وايي، چې افغان سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پر مهال مهمات، نشهيي توکي، غیرقانوني درمل او نور توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادې قولاردو د خبرپاڼې له مخې، په دغو توکو کې ۲۲ بنډله ثانیه سوز۱۰۲۰ د ایم شپاړس مرمۍ، ۴۰۵ کیلو اپین، ۱۷۶زره کلدارې، ۷۵۰ یورو، ۴۱۰۰ افغانۍ او یوه اندازه درمل شامل دي.
د سرچینې په وینا، ترلاسه شوي توکي به قانوني مرجع ته وسپارل شي.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قولاردو د یادو توکو په تړاو د کوم کس د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
مسعود عربزی

