SONY DSC
د کنړ ولایتي ادارې په همکارۍ ددې ولایت لیرې پرتې ډیورنډ فرضي کرښي ته نیږدي ناړۍ ولسوالۍ کې یو شمېر د بیارغوني پروژي پیل شوې دي.
ددغو له جملي د ناړۍ ولسوالۍ مرکزي پول بیارغونه د ازرګل او دوکلام پلونو جوړیدل دي. چې ټول ټال پرې ۸ سوه زره افغانۍ لګښت راځي.
همداراز د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د عمومي سړک جوړیدل او په ناړۍ ولسوالۍ کې د عمومي روغتون د جوړیدو چارې هم دوام لري چې په ترڅ کې يې ګڼو ځايي خلکو ته د کار زمینه هم ورسره برابره شوې ده.
ځايي اوسېدونکي بیا د ولایتي ادارې او ځايي چارواکو ددغه ګام او پاملرني مننه کوي چې دوۍ ته يې د اسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ د کار زمینه هم برابره کړي ده
دوۍ د چارواکو څخه د بیارغونې په برخه کې د لا ډیري پاملرني غوښتنه کوې.
ناړۍ د کونړ هغه ولسوالۍ ده چې موده وړاندې د پاکستان پوځي رژیم د ړندو توغندیو له امله پکې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو چې اوس پکې لا ډیر د بیارغونې چارو ته اړتیا لیدل کیږي.
راپور : پرویز مومند

