نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله پر ۲۰۰ زیانمنو شویو کورنیو، د شهیدانو پر وارثینو، هټۍ والو او د وسایطو پر مالکانو د پنځه میلیونه او ۴۵ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته د نورستان ولایتي ادارې په هڅو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري برابره شوې وه چې پر مستحقو کسانو ووېشل شوه.
د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار وویل د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري برابره شوې ۵ میلیونه ۴۵ زره افغانۍ، په مستحقو کورنيو وویشلې او پاتې پيسې به د ښار په پاک کارۍ او په یو شمیر تخریب شوي پروژو ولګول شې.
د علماوو شورا رئیس شیخ محمد نور حنفي وویل اسلامي امارت، خیریه بنسټونو او سوداګرو له لوري رارسېدلې مرستې په شفاف ډول پر مستحقو کورنیو وېشل شوې دي.
يو شمېر مرستې ترلاسه کوونکو د اسلامي امارت او سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې د وروستیو سېلابونو له امله یې درانه مالي زیانونه لیدلي دي.
دوی له مرستندویو بنسټونو او سوداګرو وغوښتل، چې له زیانمنو کورنیو سره دې نورې مرستې هم ترسره کړي.
راپور : مسعود عربزی

