حوثي وسلوالو د یمن د المخا په سیمه کې د سعودي ځواکونو پر يوه مرکز او د هغوی د وسلو او مهماتو پر زېرمو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو برید کړی دی.
په خپرو شویو ویډېوګانو کې د توغندیو او ډرونونو د توغولو او د یادو هدفونو پر لور د بریدونو شېبې لیدل کېږي.
تر اوسه د دې برید د مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
سرچینه : شرق نیوز

