په ننګرهار ولایت کې له پاکستانه په جبر يوه راستانه شوي پانګوال د دوه ميلیونو افغانيو په پانګونه د مصالحې فابريکه جوړه کړې ده.
نوموړي زیاتوي چې په دغه کارخونه کې اته ډوله له پاکستاني مصالحې د ښه کيفیت لرونکي مصالحه جوړې او يو شمیرراستانه شويو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
ننګرهار کې د مصالحې کارخونې مسوول وايي چې ماشینونه يې له پاکستانه په کډه کې ځان سره رالیږدولي او دلته يې کابو دوه میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده.
په دغه کارخونه کې بریاني ، ګرمه ، ، چهار مصالحه ، کباب ، پيکوړو ، ديګ او اته قسمه بیلابیل ډوله مصالحې جوړيږي .
پښتونیار پاکستان کې په مېشتو افغان پانګوالو غږ کوي چې خپلې سرمايي دې هیواد ته راولیږدوي ترڅو له مخې د دغه هیواد په جبر ويستل شویو لپاره د کار زمینه برابره شي.
د دغې کارخونې پانګوال وايي هڅه کوي ، چې نوره پانګونه هم وکړي ،چې له مخې به يې له پاکستانه په جبر يو شمیر نوروراستانه شویو ته به هم د کار زمینه برابره شي.
په دغه کارخونه کې په کاربوخت له پاکستانه په جبرتازه راستانه شوي بیا خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او له همدې درکه خپلې کورنۍ لپاره يوه مړۍ حلال نفقه ګټي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ګڼ شمیر له پاکستانه راستانه شويو په دغه او يو شمیر نورو ولایتونو کې بیلابیل کاروبارونه پیل کړي ، چې په ټوله کې يې له ګټي وټي خوښ دي.
راپور : سباوون ساحل

