د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایي، د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د سرطان میاشتې له پیل څخه تر پایه د دغه وزارت اړوند رېل پټلیو له لارې ۷۱۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳ زره او ۳۸۸ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي، چې د ټول انتقال شویو توکو ډېره برخه جوړوي.
همداراز، یو شمېر نور توکي د اقینې بندر له لارې انتقال شوي دي.
چارواکي وایي، د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد د سوداګرۍ د پراختیا، ترانسپورټي اسانتیاوو او د وارداتو او صادراتو د بهیر د چټکتیا لپاره مهم رول لري.
د ټولګټو چارو وزارت ټینګار کوي چې د رېل پټلۍ د ظرفیتونو پراختیا او د توکو د انتقال بهیر اسانتیا د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو برخو څخه ده
سرچینه : ټولګټو چارو وزارت

