د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو اووه کلن ماشوم چې ۹۴ متره ژورې څاه ته لوېدلی و، د دفاع وزارت د ژغورنې ډلې له لوري ژوندی راایستل شوی دی.
د معلوماتو له مخې یاد ماشوم د دفاع وزارت د ژغورنې ډلې له رسېدو وروسته د عملیاتو په ترڅ کې له څاه څخه راویستلی او ژغورلی دی.
تر اوسه د ماشوم د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د ژغورنې ټیم د چټک اقدام له امله نوموړی له مرګه ژغورل شوی دی
سرچینه : دفاع وزارت

