د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر هغو چې سعودي عربستان د ابراهیم تړون له مخې له اسراییل سره خپلې اړیکې عادي نه کړي، د ریاض او واشنګټن ترمنځ د ملکي اټومي همکارۍ تړون به عملي نه شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا او سعودي عربستان تازه یو سوداګریز اټومي تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې سعودي عربستان کولای شي د امریکايي ټکنالوژۍ او شرکتونو په همکارۍ په خپله خاوره کې اټومي بټۍ جوړې کړي او د ملکي موخو لپاره یورانیم غني کړي.
ټرمپ ټینګار کړی چې د دې تړون د عملي کېدو لپاره به سعودي عربستان باید له اسراییل سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې عادي کړي او د ابراهیم تړون برخه وګرځي
سرچینه : اميد راډيو

