د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، وایي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه ادعا ناسمه ده چې ګواکې ځینې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
مجاهد په خپلو څرګندونو کې وویل چې اسلامي امارت د افغانستان خاورې ته اجازه نه ورکوي چې د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي، او ټینګار یې وکړ چې دا د اسلامي امارت د پالیسۍ له بنسټیزو اصولو څخه دی
له دې مخکې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له غړو هېوادونو وغوښتل چې پر اسلامي امارت فشار راوړي، څو د پاکستان په وینا، د «ترهګرۍ» پر وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د هغو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي
خو ذبیحالله مجاهد د دوی د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي په اړه پر خپلې ژمنې ولاړ دی او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې وکارول شي.
راپور : مسعود عربزی

