جلال اباد !
د ننګرهار په مرکزي دغه ښار کې د ښاروالۍ په داخلي بودیجه د باران د اوبو د ډنډيدو د مخنيوي په موخه د لویو ویالو د جوړونې چارې يو شمیر قراردادیانو ته په قرارداد ورکړل شوي ، چې اوس يې ښاریان د چارو له سستوالي شکایت کوي او زیاتوي چې خلکو ته يې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
د ځای خلکو وراخوا هټيوال هم ورته نظر لري او وايي چې دغې چارې په کاروبار منفي اغیزه کړې ده .
د بزازانو اتحادي رييس هم د ښار په بیلابیلو سیمو کې د ويالو د چارو له سستوالي يادونه کوي او له حکومتي مسوولین غواړي چې د ښاري ویالو چارې دې ژر بشپړې کړي.
په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین بیا خلکو د ویالو د چارو د چټکتيا ډاډ ورکوي.
دغه ویالي د ۱۲ کیلومتره په اوږدوالي سره د ښاروالۍ په یوسلو پنځوس میلیونه افغانيوپه ارزښت جوړیږي ، چې چارې يي قراردادي شرکتونو ته ورکړل شوي
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د قرارداي شرکتونو د مسوولینو نظر هم واخلو خو د هڅو سره سره د يوه هغه هم په اخستلو بریالي نه شو.
راپور : سباوون ساحل

