ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي.
تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله “۲۳” کسان مړه شوي دي.
د اسلامي امارت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.
د نورستان د مرکز پارون ښاروال هم په دغو سېلابونو کې مړ شوی چې پرون یې مړی وموندلی شو.
نن په نورستان کې د دوشنبې ورځې د خونړۍ سېلاب درېیمه ورځ ده، خو لا هم هلته د مړو او ورکو شویو کسانو کره او وروستی شمېر مالوم نه دی.
د لټون او ژغورنې عملیات لا دوام لري، خو د نورستان غرني موقعیت، کمو امکاناتو او د سېشنبې پر ورځ د یوه بل خو نسبتآ کوچني سېلاب راوتلو چارې سوکه او ټکنۍ کړې دي.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ویلي چې پر لومړۍ ورځ د شاوخوا ۱۰۵ کسانو د بېدرکه کېدو خبر ورکړی شوی و، خو سېشنبې مالومه شوه چې له دوی ډېر د سېلاب له راوتلو سره په هلهګوله کې لوړو سیمو ته ختلي وو او د اوبو له کمېدو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د صمیم په وینا د سېشنبې تر ماسپښینه د بېدرکه کسانو شمېر ۲۳ ته راکښته شوی چې د دوی له ډلې د ۱۷ جسدونه هم موندل شوي دي.
سرچینه : بي بي سي

