د ریاست الوزارء اقتصادي معاونیت ویلي، د افغانستان غالیو اوبدلو برخه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا یو میلیون وګړي په کار بوخت دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، اسلامي امارت لاسي صنایعو په ځانګړي ډول غالیو صنعت ته خاص پام کړی.
یاد معاونیت ویلي، سږ کال د ۱۴میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۶۰ زره متر مربع غالۍ اروپایي، عرب، افریقایي هېوادونو، ترکیې، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او روسیې ته صادرې شوې دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، د افغاني غالیو لپاره یې د بازار موندنې په موخه په کور دننه او یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې نندارتونونه جوړ کړي دي.
د یادونې ده، چې افغاني غالۍ بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان په نوم او نښان صادریږي چې د کیفیت او ډیزاین له کبله یې نړيوال شهرت زیات شوی دی.
سرچینه: حریت

