د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د دويمې امنیتي حوزې منسوبینو د کشفي او امنیتي عملیاتو پر مهال هغه درې تنه ونیول، چې د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې له یوه کور څخه قیمتي توکي غلا کړي وو.
د امنې قوماندانۍ وياند سيد طیب حماد وايي، له نیول شویو کسانو څخه دوه زيرک مبایلونه، دوه قیمتي لاسي ساعتونه او یو شمېر نور غلا شوي توکي ترلاسه او ضبط شوي دي.
نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او له قانوني څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
سرچینه : ننګرهار رسنیو دفتر

