د ننګرهار امنیې قومندانۍ وايي، د جلالاباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۱۳ تنه د نشهيي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نیول شوي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد،ویلي چې له نیول شویو کسانو څخه ۴ زره او ۵۳۵ دانې «ټابليټ کا» ګولۍ، ۲ زره او ۶۰ دانې «زیکب» ګولۍ، ۱۳ کیلو او ۴۰۵ ګرامه چرس، ۷۴۵ ګرامه تریاک، ۴۴ ګرامه هیرویین، د بېلابېلو وسلو ۳۹۱ فیر مرمۍ او ۱۲ شاجورونه ترلاسه او ضبط شوي دي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو درې عرادې وسایط هم نیولي چې د یادو نشهيي توکو د قاچاق لپاره ترې استفاده کېده.
امنی قومنداني زیاتوي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او له لومړنیو قانوني څېړنو وروسته به یې دوسیې د عدلي او قضایي پرېکړو لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
راپور: شمس الرحمن(صاحبزاده)

