د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د ختیځو او مرکزي ایالتونو په پراخو سیمو کې سختې ګرمۍ څپې د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې مراسم ګډوډ کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس وایي، د تودوخې د بېساري لوړېدو له امله ګڼ عامه پروګرامونه، غونډې او په ازاده فضا کې نمانځنې لغوه شوي یا بل وخت ته ځنډول شوي دي.
سیمهییزو چارواکو له خلکو غوښتي چې له غیر ضروري بهر تګ ډډه وکړي او د ګرمۍ پر وړاندې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.
په بېلابېلو ایالتونو کې میلیونونه کسان د سختې ګرمۍ تر خبرداري لاندې دي، او له ځینو سیمو څخه د برېښنا پرې کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې د شبکو پر فشار او د انرژۍ پر زیات مصرف د اندېښنو لامل شوي دي.
په همدې حال کې، د ګرمۍ څپې اغېزې یوازې په امریکا پورې محدودې نه دي، بلکې په اروپا کې هم احساس کېږي.
په فرانسه، بلجیم او هالنډ کې روغتیايي چارواکو راپور ورکړی چې د سختې ګرمۍ له امله زرګونه د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ګرمۍ څپو دوام کولی شي د خلکو روغتیا، د برېښنا شبکې، ترانسپورټي سیستمونه او اقتصادي فعالیتونه په جدي ډول اغېزمن کړي.
سرچینه : نړیوالې رسنۍ

