د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي د مسعود پزشکیان سره رسمي لیدنه وکړه.
دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په موخه ترسره شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، ملا عبدالغني برادر اخوند په خپله وینا کې لومړی د ایران له دولت او خلکو سره د وروستیو پېښو له امله خواخوږي او تسلیت څرګند کړ.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان او ایران د دیني، تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکو اوږد مخینه لري، او دواړه هېوادونه کولای شي د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.
هغه د سوداګرۍ، پانګونې، ترانزیټ، ترانسپورټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتنه هم وکړه.
له بلې خوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چې افغانستان د ایران یو مهم او نږدې ګاونډی دی او له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه ده.
هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه باید له شته فرصتونو څخه د خپلو خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لپاره ښه استفاده وکړي.
همدارنګه، د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي، د ترانزیټي لارو د اسانتیا، د سرحدي همکاریو، د ګډو اقتصادي پروژو او د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشوې.
په ټولیز ډول، دا لیدنه د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ او متقابلو ګډو ګټو د پراختیا لپاره مهمه بلل کېږي.
راپور : مسعود عربزی

