د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې د ایران او امریکا چارواکي به سبا په قطر کې سره وګوري.
ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي ایران د کتنې غوښتنه کړې ده دا لیدنه به سبا په دوحه کې وشي.
د امریکا ولسمشر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو د ایران د مذاکراتي پلاوي د تخنیکي برخې مشر کاظم غریبابادي د ځينو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې تهران له واشنګټن سره د سېشنبې په ورځ مذاکرات کوي.
غریبابادي ویلي که څه هم له قطر سره په مشوره د مقابل لوري د ژمنو د پليکولو په ګډون د معمول په څېر خبرې روانې دي خو د ځینو رسنیو هغه خبرونه نه شي تاییدېدلی چې وايي، د کاري ډلو لخوا به په دوحه کې تخنیکي خبرې اترې ترسره شي
تر دې وړاندې امریکايۍ خبري ویبپاڼې اکسیوس ویلي چې تهران او واشنګټن هوکړه کړې چې فارس خلیج کې پر یو بل د تازه بریدونو لړۍ دروي او په څو راتلونکو ورځو کې به دوحه کې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.
سرچینه : بي بي سي

