اسلامي امارت پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې په بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې تازه شمېرې خپرې کړې دي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې تر دې مهاله ۳۶ تنه عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي شهیدان او ۱۶۳ تنه ټپیان شوي دي.
فطرت د پکتیا ولایت د څکمنیو ولسوالۍ په اړه یې ویلي چې د مندوخېلو کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې د کور یو سپينږیری او یو ماشوم شهدان شوي او نور غړي یې ټپیان دي.
هغه وايي د کلي خلک چې د ژغورنې لپاره راټول شوي دوهم ځل بمبار شوی چې ۲۸ تنه کلیوال پکې شهیدان شوي او ۱۵۷ تنه نور ژوبل شوي.
حمدالله فطرت د پکتیکا ولایت په هکله لیکلي چې د ګیان ولسوالۍ اړوند ولوست کلي کې د یوه کلیوال کور بمبار شوی چې شپږ تنه چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، پکې شهیدان شوي.
همداراز یې د کونړ په اړه ویلي د منورې ولسوالۍ اړوند د برولو کلي کې د یوه ملکي کس کور بمبار شوی چې ځاني تلفات نه لري خو کور یې بشپړ ویجاړ شوی او مالي زیان ور اوښتی دی.
د فطرت په وینا، په دغو بریدونو کې درې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
خو ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې په دغو بریدونو کې ملکي خلک په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې لسګونه ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندي د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې په پکتیا، پکتیا او کونړ کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک او جماعت الاحرار د اړوندو وسلهوالو پر پټنځایونه بریدونه کړي او ۲۵ وسله وال یې وژلي دي.
سرچينه: بي بي سي

