د ننګرهار اړوند تورخم له لارې اوس هم هره ورځ څه د پاسه پنځه سوه کورنۍ په جبر له پاکستانه هیواد ته راستنیږي ، راستانه شوي وايي پاکستان کې افغان کډوال د سخت فشار لاندې نیول شوي ، کار ته نه پرېښودل کیږي
د دغه هیواد امنیتي ځواکونو له خوا ځورول کیږي بندخونو ته اچول کیږي او پېسې ترې اخستل کیږي.
دوي هیواد ته د راستنیدو فرضي کرښې ته څیرمه او عمري پنډغالي کې د شته خدماتو راضي دي.
راستانه شوي همداراز له حکومته د دایمي سرپناوو کاري زمینو او اړینو مرستو غوښتنه کوي.
د ننګرهار کډوالو ریاست اړوند د ثبت او راجستر مسوولین وايي راستانه شويو کډوالو ثبت او راجستر په همدې موخه کوي ، ترڅو له خپلو حقوقو برخمن شي .
د کار موندنې کمېټې مسوولین بیا لوستې او مسلکي خلک له ځانه سره ثبتوي او معلومات يې د کار او ټولنیزو چارو ریاست او بیا وزارت سره شریکوي، ترڅو يې په دولتي او خصوصي ادارو کې په کار وګماري. د پوهنې ریاست مسوولین هم راستانه شوي د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکي ثبت او راجستر کوي ، ترڅو ورته په کور دننه د زده کړو زمینه برابره کړي.
د عمري مېشتغالي مسوول بیا راستانه شویو ته په دغه کمپ کې د خوراک ، څښاک او روغتیايي اسنتیاوو د برابرولو ترڅنګ د موقتي مېشت کیدنې د اسنتیاوو د برابرولو خبره کوي.
نوموړی وايي چې د محرم په خاطر له پخوا د راستنیدونکو کډوالو شمیر یو څه کم شوی خو اوس هم هره ورځ له پنځه سوه زیاتي کورنۍ هیواد ته راستنیږي.
د عمرې مېشتغالي مسوولین وايي تر پخوا د مرستندویه ادارو مرستې خورا زیاتي کمې شوې دي . دوی له مرستندویه ادارو ، خیریه بنسټونو او ادارو غواړي چې راستنیدونکو کډوالو سره د مرستو په پار دې د پخوا په څير مټي رابډوهي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یونیسیار هم په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي و ، چې په پاکستان کې د کډوالو اتیا سلنه کمپونه خالي شوي او پاتي شل سلنه کډوال هم د پاکستان د امنيتي ځواکونو د سخت فشار لاندې نیول شوي دي
راپور : سباوون ساحل

