د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د افغان ماشومانو وضعیت په اړه د ماشومانو حقونو مدافع بنسټ راپور بې اساسه بللی دی.
یاد بنسټ د ماشومانو حقونو ۲۰۲۶ شاخص راپور کې ویلي، افغانستان د نړۍ ۱۹۴ هېوادونو په ډله کې په وروستي «۱۹۴» مقام او د ماشومانو حقونو د درناوي له پلوه تر ټولو بد وضعیت کې دی.
حمدالله فطرت ویلي، اسلامي امارت د ماشومانو حقونو، ښوونې، روزنې او روغتیا ته ځانګړې پاملرنه لري او پر ماشومانو د درندو کارونو منع قانون یې په کله پلی کړی دی.
نوموړي د یاد بنسټ دغه راپور په ځواب کې دا هم ویلي، ګڼ بې سرپرسته ماشومان له سړکونو او واټونو راټول او په رسمي روزنتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

