د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د راپور له مخې، د وینزویلا پلازمېنې کاراکاس ته نږدې سیمې دوو پرلهپسې زورورو زلزلو لړزولي دي.
د راپور له مخې، لومړۍ زلزله د کارابوبو ایالت په یوه سیمه کې رامنځته شوې او مرکز یې د کاراکاس ښار څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې و. یوازې ۳۹ ثانیې وروسته دویمه او تر هغې پیاوړې زلزله هم ثبت شوې ده.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې دغو زلزلو ښايي پراخه ویجاړۍ او درنه مرګژوبله رامنځته کړې وي.
د ادارې د لومړنیو ارزونو له مخې، ۴۴ سلنه احتمال شته چې د قربانیانو شمېر له ۱۰ زرو واوړي او ۳۰ سلنه احتمال هم شته چې دغه شمېر له ۱۰۰ زرو څخه زیات شي.
تر اوسه د مړو او ټپیانو کره شمېر نه دی اعلان شوی او د زیانونو بشپړه کچه هم لا نه ده روښانه شوې.

