د ننګرهار حوزوي روغتون ته د ۴.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي او لابراتواري مصرفي توکي وسپارل شول، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول او د ناروغانو د تشخیص او درملنې اسانتیاوې پراخول دي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، یاد توکي د یونیسف مؤسسې په مالي ملاتړ برابر شوي دي.
په دغو مرستو کې د لابراتواري معایناتو لپاره اړین مواد، د وینې بانک تجهیزات او لسګونه قلمه مصرفي طبي توکي شامل دي.
چارواکي وایي، له سپارلو وړاندې د روغتیا ریاست او روغتون د مسؤلینو له لوري د دغو توکو ارزونه ترسره شوه او تر تخنیکي څېړنې وروسته یې د روغتون بېلابېلو څانګو او وارډونو ته د وېش لړۍ پیل شوه.
د مسؤلینو په وینا، د یادو طبي او لابراتواري موادو په رسېدو سره به د روغتون د خدمتونو وړتیا نوره هم لوړه شي او ناروغانو ته به په ښه او اغېزمن ډول روغتیايي خدمات وړاندې شي.
هغوی زیاته کړه چې د روغتیايي سکتور ملاتړ او د اړینو تجهیزاتو برابرول د خلکو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
راپور: شمس الرحمن(صاحبزاده)

