د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د قطر په راس لفان صنعتي ښار کې د رامنځته شوې چاودنې له امله د قربانیانو له کورنیو او د قطر له ولس سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه د هېواد لپاره د سختې خواشینۍ وړ ده، ځکه په یوه مهم صنعتي مرکز کې رامنځته شوې چې د مایع طبیعي ګازو د تولید او صادراتو له ستراتیژیکو تاسیساتو څخه شمېرل کېږي.
اسلامي امارت ټینګار کړی چې ځان د دې غم په درد کې د قطر له دولت او خلکو سره شریک ګڼي او د قربانیانو کورنیو ته د صبر او زغم دعا کوي.
د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي، او د پېښې د لامل په اړه پلټنې روانې دي.
راس لفان صنعتي ښار د دوحه ښار شمال ته شاوخوا ۸۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري او د نړۍ له مهمو صنعتي مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
دا ښار په ځانګړي ډول د مایع طبیعي ګازو د تولید او صادراتو یو مهم نړیوال مرکز دی، چې د قطر د انرژۍ په اقتصاد کې ډېر مهم رول لري
راپور : مسعود عربزی

